کور / راپور / چارواکي: هلمند کي د هوايي بريدونو په ترڅ کي ۱۸ وسلوال طالبان وژل سوي دي

چارواکي: هلمند کي د هوايي بريدونو په ترڅ کي ۱۸ وسلوال طالبان وژل سوي دي

چارواکي وايي، چي  د هلمند ولایت نوزاد او سنګین ولسوالیو کي ئې د هوایې بریدونو پر مهال اتلس تنه وسلوال طالبان  وژلي دي.

د هلمند ولايت څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي افغان ګمانډو ځواکونو د نوزاد ولسوالۍ اړوند سیمو کي د ځانګړو عملمیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کي ۱۰  تنه طالبان وژل سوي او۵  تنه نورئې  ژوندي نیولي دي.

اعلاميه کي ويل سوي ، چي  د نړیوال هوایي ملاتړ ځواکونو د سنګین ولسوالۍ اړوند سیمو کي دري هوایي بریدونه کړي په ترڅ کي د طالبانو د سپکو او درنو وسلو زېرمتون له منځه تتل او ۸ وسلوال پکي وژل سوي هم دي.

طالبانو د يادو بريدونو په تړاو څه نه دي ويلي.