کور / راپور / کندهار چارواکي: په تېره اوونۍ کي مو ۲۵ تنه وسلوال کسان نيولي دي

کندهار چارواکي: په تېره اوونۍ کي مو ۲۵ تنه وسلوال کسان نيولي دي

د کندهار د ملي امنیت  چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي ئې د وسلوالو ۵ ګروپونه نیولي، چي یوه ګروپ ئې د ازادۍ جشن مراسمو د ناامنه کولو هڅه کول.

 کندهار والي حیات الله حیات د چهارشنبې په ورځ د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال رسنیو ته وویل: ملي امنیت ریاست د تیرو لسو ورځو په ترڅ کي د وسلوالو پنځه شبکې نیولي، چي ۲۵ تنه کیږي او په خبره یې دوي په ښار او ولسوالیو کي ترهګریز فعالیتونو کول، چي یو میل توفنګچه، دوې عرادې موټرسایکلان او یوه عراده موټر یې هم ورسره نیولي دي.

کندهار والي زیاته کړه په نیول سوو پنځو شبکو کي اولي ۵ کسیزي ډلي په ښار کي قومي مشران او علماء ترورول او دوهمي ۶ کسیزي ډلي په ښار کي نظامي منصبداران په نښه کول، چي د اوو تنو پولیسو پر ترور یې اعتراف هم کړي

. د ښاغلي حیات په خبره دریمي ۳ کسیزي ترهګري ډلي غوښتل د پولیسو لیکو کي ځانونه داخل کړي، پوستي سقوط او مهمات وسلوالو ته ورکړي او څلورمي ۷ کسیزي ډلي پلان درلود د موقع په ترلاسه کولو سره امنیتي سرتیرو ته زهر ورکړي او د ازادۍ جشن مراسم ناامنه کړي، چي پلان ته تر رسیدو مخکي ونیول سوه.

د کندهار والي په خبره پنځمه ډله ۴ تنه اختطاف ګر او غله دي، چي په کندهار او کابل کي فعالیت کوي او په پروان ولایت کي یو نفر شهید کړي او یو عراده غلا کړي موټر یې کندهار ته راوستلي وو، چي د ملي امنیت د منسوبینو له لوري ونیول سو.

 ښاغلي حیات الله حیات د ټولو امنیتي سرتیرو څخه مننه وکړه، چي د ازادۍ د سلمي کلیزي لمانځلو پر مهال یې کندهاری ولسونو ته ډاډمن امنیت تامین کړ او په خپلو خبرو کي زیاته کړه، چي ولس د وسلوالو طالبانو د سولي پر نیت ځکه شکمن دي، چي د سولي خبرو سره یو ځاي یې خپل ترهګریز فعالیتونه ندي درولي او هره ورځ یې په ترهګریزو پیښو کي بې ګناه هیوادوالو ته مرګ ژوبله اړوي.

طالبانو د خپلو کسانو د نيولو په تړاو تر دې مهاله څه نه دي ويلي.