د ترهګر پوځ د بنديز سره سره پښتون مبارز منظور پښتين د شمالي وزيرستان په سفر تللی دی
Aziz Rahman Hazim
د ترهګر پوځ لخوا شمالي وزيرستان ته پر ورتګ د بنديز سره سره د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين تللی او هلته ئې په بېلابېلو اجلاسونو کي ګډون کړی دی.
د ښاغلي پښتين هرکلي ته په زرګونو ځوانان او قومي مشران راوتلي وه او د هغه د ښه راغلاست لپاره ئې د ګلونو ګېډۍ ور په غاړه کړې.
منظور پښتين چي د پښتنو د يووالي او حقوقو غوښتني لپاره راپورته سوی دی تېره ورځ ئې وويل، چي پښتانه بايد يو موټي سي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره سوله ايز ږغ پورته کړي.
نوموړي يو ځل بيا وويل، چي زموږ مبارزه د عدم تشدد مبارزه ده چي د خپلو روا حقونو غوښتنه پکي کوو.
پاکستاني ترهګر رياست د پښتون ژغورني غورځنګ پر مشر منظور پښتين او د هغه پر پلويانو وزيرستان ته پر ورتګ بنديز لګولی وو.
منظورپښتين غوښتل چي شمالي وزيرستان ته ولاړ سي او هلته د خلګو سره د نژدې وګوري، خو د ترهګر رياست لخوا وويل سول، چي وزيرستان ته يواځي هغه کسان تللای سي چي د هغه ځای اوسېدونکي وي او له هغوی پرته چاته اجازه نه ورکوي چي وزيرستان ته سفر وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز وايي، د غورځنګ مشر منظور پښتین څو ورځي وړاندې په واڼه کي په یوه جرګه کي اعلان کړی و چي شمالي وزیرستان ته به سفر کوي او ښایي هلته د غورځنګ ملګري لاریون هم وکړي.
ثنا اعجاز وایي، د غورځنګ له دې اعلانه سملاسي وروسته چارواکو شمالي وزیرستان کي د قانون ۱۴۴ ماده پلې کړه او هلته یې پر سفر بندیز ولګاوه.
ترهګر رياست هڅه کوي چي د پښتون ژغورني غورځنګ فعاليتونه ودروي او په دې لړ کي ئې د پي ټي ايم فعالان نيولي او ځيني نور ئې وژلي دي.
د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي دپوځ لخوا د پي ټي ايم پر کاروان بريد وسو چي په ترڅ کي ئې ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په لسګونو نور ژوبل سول.
د دغه پېښي وروسته ترهګر پوځ په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازي محسن داوړ او علي وزير ونيول چي تراوسه پوري ئې په زندان کي اچولي دي.
د غورځنګ فعالان وايي، چي ددوی مبارزه په زندانونو او تشدد له منځه نه ځي بلکي لا به پياوړې کيږي.