کور / سياسي / ويښ حکومتونه بيده اولسونه

ويښ حکومتونه بيده اولسونه

ليکنه: بريد جنرال حمدالله نازک

د ديموکراسۍ پايلي او د ناپوهۍ اخيري سرحد چي نه مو دين او نه مو دنيا سول . سل کاله مخکي د ازادۍ هغه ورځ مو مبارک سه چي غازي امان ازادي اخستې وه.
دا چي بيرته مو بايلل او ورسته مو بيا وګټل او د بلي ازادۍ د انګيزې پر اساس جنګېږو ، دواړه طرفه داشغال ادعاوي لرو. داعش، طالب، القاعده، حقاني شبکه جمعه نونس نامعلومه نړيوالو ډلو په مملکت کي د شتون دعوي، دسولي اوسني برنامه . او انتخاباتو ته تلل. د اسلام اوسياسي ډلو کشمکشونه. او د لوبي په ګرم ډګر کي د خوارکي افغانستان په غمجنه ورځو کي بيا هم د ازادۍ د ورځي له پاره ګرمي امادګياني او د ازادۍ د ورځي په را رسيدلو دعام اولس په محفلنوکي انفجار اونتحار . او عام اولس په شهادت رسيدل . د هرڅه سره سره دمذهبي ملايانو مخالفت . او د کلکاني په شعارو دا ورځ لمانځل کيږي. د هغو انګريزانوپه توسط چي موږ دا ازادي ځيني ترلاسه کړې د هغوي له خوا په مسقيم اوغير مستقيم ډول و نا معلوم طرف ته زموږ سياسي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي، مذهبي ډلي سوق کيدل .
د هغو اهدافو په خاطر چي غازي شاه امان الله هڅي او کوښښونه کول نن هغه ملايان اويا هغوي چي دي يي کافر بللى پر هغه تګلاره روان دي په داسي حال کي چي انګريزانو دوى په واسطه د شاه امان الله باچاهي ړنګه کړل اويا دغازي شاه امان الله هغه مفکوره چي د دې مملکت د داخلي جنګ او اولس دتباهۍ څخه د مخنيوي په خاطر يې چي جنګ و نه سي ميدان يې پرېښوئ . نن دناټو په بغل کي انګريزان اود دوى جاسوسان او د اى ايس اى په توسط تر بل هروخت ډېره وينه تويوي . هغه وخت يوطرفه اشغال په توسط زموږ څخه هرڅه واخيستل شوه . نن چي انګريزانو خپل دوطرفه اشغال ته زمينه برابره کړې موږ د ازادۍ په ورځ اشغال ګر ته، پېغور ورکوو . هغه اشغال ګر چي زموږ سره په بغل کي ولاړ دى د ناټو سره راغلي بيرته د هغه زيږنده اى ايس اى د هغه په توسط د هغه ملا په نامه اشغال ته زمينه برابروي او يا مجاهد د طالب په توسط له منځه وړي. اوطالب به سبا د داعش په توسط له منځه وړي او يا مو خپل تر خپله سره جنګوي او زموږ خاوره يي زموږ دوينو په والو راتبديله کړې. ايا د ازاديو د قانون اوفلسفې سره زموږ ازادي ارزيابي سوې ده؟ او ياکتل سوې؟ ايا موږ د وجدان د قاضيانو سره مشوره کړې؟ ايا کوم مذهب ياقانون دا اجازه ورکړې چي اشغال دي په اشغال له منځه ولاړ سي؟ ځکه طالبان اويا جمعه نوري تروريستي ډلي دا جواز لري؟ ايا دوى مستقل دي ؟ که مستقل دي د چا له خوا دا جواز ور کول سوى؟ او د غازي شاه امان الله خان چي دغه ورځ يي موږ ته راسپارلې. دهغه اهدافو د عزمت د درناوي په خاطر يو ملي فکر پکښي سوى دى؟
انو خداي ج دي سوله را ولي چي داسلام او افغان ملت خير پکښي وي . دازادي د ورځي شهيدانو ته چي ټول عام ولس وو جنت پيردوس غواړم اوزخميانو ته يي دالله ج ددرباره عاجله شفاه غواړم کورني ته يي جميل صبر .
يا به يو کيږو اويا به ورکيږو.
بريد جنرال حمدالله نازک