کور / راپور / اشرف غني: هغه وخت تېر سوی چي نورو به د افغانستان برخليک ټاکی

اشرف غني: هغه وخت تېر سوی چي نورو به د افغانستان برخليک ټاکی

ولسمشر اشرف غني وايي، چي افغانستان ته به سوله حتما راځي او ټاکني به هم کيږي.

ښاغلي غني چي د چهارشنبې په ماښام ئې د دارالامان ماڼۍ د پرانستي په مراسمو کي وينا کول وويل، هغه وخت تېر سوی دی چي نورو به د افغانستان برخليک ټاکی.

نوموړي په خپلو خبرو کي وويل، چي سوله په نيمه شپه او پټه نه راځي، بلکي په ښکاره به راځي او افغان دولت به ئې جزئيات د ټولو هيوادوالو سره شريکوي.

دارالامان ماڼۍ بيا ورغول سوه

ولسمشر غني په خپلو خبرو کي وویل، افغان ولس اوس هوښتیار سوی دی او په اوازو او دسیسو نه غولېږي. نوموړي زیاته کړه، بیا به هېڅکله هم ملیشې د افغانستان تاریخي ودانۍ نه ړنکوي، او د ډاکټر نجیب او د مجاهدینو کلونو به هېڅکه هم تکرار نسي.

نوموړي د امریکایانو او طالبانو ترمنځ روانو خبرو ته په اشارې وویل، افغان حکومت د دې خبرو له ټولو جزئیاتو خبر دی، خو تر اوسه ځکه غلی دی چي له طالبانو سره یې مخامخ خبرې نه دي پیل سوي.

د هغه په خبره، د افغانستان دښمنان غواړي چي د عامو خلګو او ماشومانو په وژلو سره هويت له منځه يوسي، خو دا ارمان به ئې پوره نه سي.

دارالامان ماڼۍ چي د شاه امان الله خان په وخت کي رغول سوې وه د تېرو ۴۰ کالو په جګړو کي ټوله ورانه سوې وه.

اشرف غني په دارالامان ماڼۍ کي د افغانستان بيرغ وځړاوه

اشرف غني ژمنه کړې وه چي دا ودانۍ به بيا رغوي، هغه وو چي د افغان او بهرنيو انجينرانو لخوا بيا جوړه سوه او تېر ماښام ئې په رسمي توګه پرانستنه وسوه.

ولسمشر غني وويل، افغانان ودانۍ جوړولو ته اړتيا نه لري، خو دارالامان د افغانانو هويت دی او افغانان چي هرڅومره فقير سي خپل هويت له لاسه نه ورکوي.

د پرانستي په دې مراسمو کي د امان الله خان لور هنديې هم وينا وکړه او د خپل پلار د واکمنۍ مهال پرمختګونو او ننګونو باندي وږغېده.

هغې وويل، چي پلار ئې د افغانستان د پرمختګ لپاره داسي پلانونه لرل چي لسيزي وروسته لوېديځه نړۍ ورسره بلده سوه.