کور / اقتصادي / هند وايي، پر پاکستان د اوبو بندولو کار ئې پيل کړی دی

هند وايي، پر پاکستان د اوبو بندولو کار ئې پيل کړی دی

هند وايي، پر پاکستان ئې د خپلو اووبو بندولو کار پيل کړی دی او په دې سره به د هند نوري شاړي مځکي خړوبي کړي.

د هند د اوبو او برېښنا چارو وزير تېره ورځ په يو خبري کنفرانس کي وويل، چي هند هڅه کوي په داسي ډول د پاکستان څخه اوبه رامهار کړي چي د طاس تړون هم پکي مات نه سي.

طاس تړون  د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو پر سر يوه هوکړه ده چي د نړيوال بانک په منځګړيتوب لاسليک سوې ده.

ددغي هوکړي له مخي دسند، جهلم او‌ چناب دلویدیځو سیندونو ۸۰ سلنه اوبه د پاکستان په واک کي ورکړل سوي او د راوي،بیاس او ستلج د ختیځو سیندونو اوبه د هندوستان حق دی .

د سیند تاس تړون له مخي هند د لویدیځو سیندونو اوبو څخه هم په سختو شرائطو کي ګټه اخيستلای سي.

د تړون له مخي هند دا حق لري چي پر دغه سیندونو دبرېښنا د تولید فابریکي (برېښنا کوټونه) جوړ کړي، خو شرط به ئې داوي چي د اوبو بهېدلو ته به زيان نه رسېږي او نه به اوبه بل لور ته اړول کېږي.

اوس هند وايي، چي د طاس تړون به پرځای وي، خو هغه اوبه چي د اړتيا پرته پاکستان ته بهېږی د هغو مخه به نيسي او خپلي مځکي به ورباندي خړوبوي.

د هند د اوبو چارو وزیر ګجیندرا سینګ شکاوت پرون د چهارشنبې په ورځ وويل: “هغه اوبه چي زیاتې دي او پاکستان ته بهېږي دا به موږ څه ډول دروو. هلته ځینې سیندونه او زېرمي له دغو اوبو سره تړلي دي نو موږ به دا اوبه هغو ته واړوو.”

پاکستان وايي، که هند دا کار وکړ نو دوی به نړيوالي محکمې ته خپله عريضه يوسي.

د هند او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی وروسته له هغه لا ترېنګلی سو چي دوې اونۍ وړاندي هند د کشمير نيمه خپلواکه حيثيت لغوه کړ او په بشپړه توګه ئې د هند تر ولکي لاندي شامل کړ.

پاکستان په دې کار سره ډېر په غوسه دی او د نړيوالو څخه د مرستي غوښتنه کوي، خو داسي برېښي چي نړيواله ټولنه هم ډېره پاملرنه نه ورته کوي.