کور / #PTM / د پېښور په های کورټ کي د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت غوښتنه درج سوه

د پېښور په های کورټ کي د علي وزير او محسن داوړ د ضمانت غوښتنه درج سوه

پرون چهارشنبه دعلي وزير او محسن داوړ وکيلانو د نوموړو د ضمانت اورېدلو لپاره د پېښور های کورټ کي درخواست درج کړ.

علي وزير او محسن داوړ چي په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلکو استازي دي د ترهګر پاکستاني رياست لخوا د ترهګرو د ملاتړ په تور نيول سوي دي.

د محسن داوړ او علي وزير د مقدمو اورېدنه څو ځلي ځنډېدلې ده او په يوه او بله بهانه قاضي د مقدمې اورېدني ته نه حاضرېږي.

دوې اونۍ وړاندي په بنو کي د داوړ او وزیر مقدمې واورېدل سوې او په يوه قضيه کي ئې ضمانت وسو او په بله کي رد سو.

د وزير او داوړ وکيلان طارق افغان او سنګين خان وايي، چي دوی د هريپور زندان ته د خپلو مؤکلينو لپاره ورغلي وو، خو د زندان واکدارانو موږ ته د ملاقات اجازه رانه کړه.

ښاغلی افغان وايي، چي د پوځ په غوښتنه موږ د هغوی ملاقات ته نه يو پرېښودل سوي.

همداراز سنينټر عثمان کاکړ او د وزيرستان نه د صوبايي اسمبلۍ نوي منتخب شوي غړي مير کلام وزير له يې هم د ملاقات اجازه نه ده ورکړې.

ښاغلی افغان زياتوي، چي دا د ټولو قوانينو څخه سرغړونه ده چي د يو سياسي بندي چي لا تراوسه کومه سزا هم نه ده ورته ټاکل سوې له ملاقات څخه دي څوګ بند کړل سي.

هغه وايي، چی د وزير او داوړ سره دي د نورو سياسي بنديانو په څېر چلند وسي او هغه حقوق چي يو بندي ته قانون ورکړي دي بايد ورته ورکړل سي.

نوموړی وايي، چي دوی پر داسي مهال د ملاقات څخه راګرځول سوي دي، چي نن د اګسټ پر ۸ نېټه په محکمه کي د علي وزير او محسن داوړ د مقدمې اورېدنه کېږي.

افغان دا هم وايي، چي له يوې خوا دوی د هغوی ملاقات ته نه پرېښودل کېږي او له بلي خوا چي کله د وزير او داوړ مقدمه عدالت ته وړاندي کېږي، نو جج په رخصتۍ لاړ سي. خو موږ ته پته نسته چي هغه ولي پر دغسي موقع رخصت کړل سي.

تېره اونۍ پخواني سنېټرانو او یادو د بشري حقونو غړو فرهت الله بابر او افراسیاب خټک د محسن دواړ او علي وزیر سره په زندان کي د ملاقات وروسته ویلي وه، چي ددغو دواړو سره د جنګي قیدیانو په څېر سلوک کیږي.