کور / راپور / په افغانستان کي دوه امريکايي سرتېري وژل سوي دي

په افغانستان کي دوه امريکايي سرتېري وژل سوي دي

په افغانستان کي د ناټو د قاطع ماموريت په يوې اعلاميه کي ويلي، چي ددوی دوه امريکايي سرتېري په يوه پېښه کي وژل سوي دی.

په دغه اعلامیه کي د وژل سويو سرتېرو هويت او د پېښي ځای نه دی جوت سوی، خو د افغانستان جنوبي او ختيځي سيمو کي د قاطع ماموريت سرتېري ډېر په جګړه کي ښکېلېږي.

دا په دې وروستيو کي دوهمه پېښه ده چي امريکايي سرتېرو ته پکي مرګژوبله اوړي.

څو اونۍ وړاندي د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کي د يو افغان سرتېري لخوا پر امريکايي پوځيانو ډزي وسوې چي په کي دوه امريکايي پوځيان ووژل سوه.

دا مهال په افغانستان کي ۱۴۰۰۰ امريکايي سرتېري مېشت دي چي افغان ځواکونو ته جګړه ايزو مهارتونه ښيي او سلا مشورې ورکوي.