کور / راپور / امريکايي چارواکي: د داعش د بيا راپورته کېدو وېره سته

امريکايي چارواکي: د داعش د بيا راپورته کېدو وېره سته

که څه هم د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د داعش ډلي د بشپړ ختمېدو اعلان کړی وو، خو اوس داسي مالومېږي چي ددغي ډلي نوي څپې په راټوکېدو دي.

تېره اونۍ په کابل کي د واده پر يوه سالون بريد کي شاوخوا ۸۰ کسان ووژل او تر ۱۸۰زيات نور ئې ژوبل کړل.

ددغه بريد پړه داعش وسلوالو پر غاړه واخيسته او په يوه اعلاميه کي ئې وويل، چي په لسګونو شعيه مذهبه او افغان ځواکونه ووژل.

له دې بريد وروسته د خلګو سره دا اندېښنه پيدا سوې چي ګڼي دا ډله به په افغانستان کي پر راټوکېدو وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپو وايي، داعش ډله دسوريې او عراق له ډېرو سيمو څخه پرشا سوې ده اوس هلته ددوی جدي ګواښ نسته، خو دا په دې مانا نه ده چي داعش ډله په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

امريکايي چارواکي وايي، دا وېره سته چي داعش ډله دي يوځل بيا سر راپورته کړي او نړيوالو ته دي يو ګواښ متوجې کړي.

څېړونکي وايي، چي په عراق او سوريه کي د ماتي وروسته دغي ډلي خپل فعاليتونه په شمالي افريقا او افغانستان کي ډېر کړي دي او په دې سره غواړي يوځل بيا ځان سره منظم کړي.