موږ خبريالان يو! – لنډه کيسه
Aziz Rahman Hazim
ليکوال: ح، حقوېش
ستړى وم، وينه مي ډيره تللې وه، پښو لاسونو او نور بدن مي هيڅ ملتيا راسره نه کوله. په تمه وم چي څوک راپيدا شي او مرسته راسره وکړي. همدومره وو چي څو کسان مي تر سترګو شو، سر مي بې حرکته شو په خړو خاورو ولوېد د مخ يو اړخ مي په خاورو شو يوه سترګه مي هم په خاورو کي پټه شوه. دومره وو چي خلک راورسېدل، په تمه وم چي مرسته به راسره وکړي. خو هغوى تر هر څه وړاندي کېمرې راويستلې راته کاږه واږه شو، ما د اوبو غوښتنه وکړه، خو جواب مي نه واورېد. دوى شاوخوا راباندې وګرځېدل. ما بيا ځلي د اوبو غوښتنه وکړه. خو هغوى په کېمرو کي زما اخيستل شوي عکسونه کتل چي کوم يو سم دى، خپلو کېمرو ته په ژور فکر کي ډوب وو. څو ځلي مي د اوبو غوښتنه وکړه خو چا اوبه رانکړې. هم هغسې په خاورو کي لړلى پروت وم وينې مي له بدن روانې وې په خړو خاورو کي يې نرۍ لاره موندله او وروسته به هم هلته چيري ډنډ شوې. خلکو په کېمرو کي ښه په غور وکتل بيا راته کاږه واږه شول د کېمرې رڼا به راباندې جوړه شوه. نور نو ښه پوره بې سيکه وم مرسته خو پرېږده خو دوه غوړپه اوبه مي په شته انسانانو کي په نصيب نه شوې. بيا هم په تمه وم چي اوس به يو څه راسره وکړي اوس به يو څه راسره وکړي. هغه وو چي زه يې هم هغسې پرېښودم دوى روان شول پسې ږغ مي کړ اوبه!
نه چا اوبه راکړې او نه چا شاته راوکتل. همداسې مي ناهيله سترګي ددوى په روغو قدمونه کي وې. چي يوه مخ شاته راوړوو، موږ خبريالان يو د مرستي لپاره به خلک درته راشي. همدومره وو دوى ولاړل زه بيا يوازي پاتي شوم. يو وخت وو چي مي سترګي رڼې کړې په يوه سپين او وينځلي ځاى کي پروت يم سرته مي جګه نرۍ جينۍ سپين کوټ په تن ولاړه ده، ږغ يې شو ارام! ارام وکړه ټپونه د ژور دي ځان خوږوې. بېرته سمدم په کټ کي وغځېدم جينۍ يوه پيچکاري راته ولګوله څو د تسلۍ خبري يې راته وکړې روانه شوه، ما هيڅ دا ورنه ونه پوښتل چي زه چيري او چا دلته راوړم؟
دوه ورځي وروسته زه هم لږ څه راسم شوم، او کشر ورور مي هم د ولسوالۍ څخه د پيوازي لپاره روغتون ته راغى، ژوند ته مي بيا ځلي تمه پيدا شوه خوشحاله شوم. ورور سره به مي خبري کولې سات به مي ورسره تېر وو. چي کله به په تنګ شو دباندي تګ په وخت كي به يې موبايل ماته پرېښود فيسبوک به مي پکښې کتو. يو وخت مي په خپل عکس سترګې ولګېدې چي د موبايل په مخ راښکاره شو، ودړدېدم لويه چيغه مي له خولې جګه شوه په کټ کي جګ کښېنستم چي د خلکو پرې رامنډي شوې ارام! ارام ځان خوږوې. خو ما هغه دړد چي هلته مي لېدلې وو ټوله مي بيا ځلي په بدن راګير شو او چيغو ته يې اړيستلم خلکو له لاسو او پښو ټينګ نيولى يم، ډاکټران او نرسان ټوله په منډه راغلل چي ورور مي راورسېد ژړغونى شو ورورک! په ورورک څه وشول؟ مخامخ يې رامنډي کړي غبرګ لاسونه يې رانه وګرځول خو ډاکټرانو ليري کړ ماته يې يوه پيچکاري وکړه چي له هغه وروسته په هيڅ نه يم پوهېدلى کله چي مي سترګې رڼې کړې ورور مي سر ته ولاړ دى او سرې سترګې يې له اوښکو ډکي دي زما سره کښېکاږي. ورو يې وويل ورورکه اوس څنګه يې؟
سر مي وښوراوه ښه يم.
بيا ډاکټران راغلل درمل يې راته راکړل، دوه مياشتي مي زخمونه وګالل څه ناڅه ښه شوم، له کوره به دباندې راوتلم له ملګرو سره مي لېده کاته هم ورځ تر بلي زيات شول. يوه ورځ مي يوه ملګري په موبايل ګوتې کښته پورته کولې بيا يې ماته وويل خپل عکس دي ليدلى دى، موبايل يې راکړ چي ومي کتل هم هغه زما عکس دى چي په ژوبل حال کي رانه اخيستل شوى وو، سترګي مي پټي شوې ويره راباندې راغله ګړۍ وروسته مي له اوښکو ډکې سترګې خلاصې کړې، عکس ته ليکل شوى خط مي ولوست ليکلي يې وو:
“نن د ولايت مقام لخوا په دې وستايل شوم چي په وار وار د جنګ منځ ته تللى او راپورونه مي جوړ کړي، چي دا يو عکس مي د جنګ په منځکي له يوه ژوبل شوي عسکر څخه اخستى دى”.
خو زه!
که هر څو وقهرېږم او چيغي کړم لاس ته مي څه نه راځي. دومره وايم چي دلته انسانيت نه بلکې خبري ستايل کيږي. هيچا له هغه خبرياله دا ونه پوښتل چي د جنګ منځکي دي له هغه ژوبل شوي عسكر سره مرسته هم وکړه؟ که يوازي عکسونه دې واخيستل؟