کور / راپور / په کندهار کي د ځوانانو نړيواله ورځ ولمانځل سوه

په کندهار کي د ځوانانو نړيواله ورځ ولمانځل سوه

نن په کندهار کي د ځوانانو نړيواله ورځ ولمانځل سوه، چي پکي ګڼ شمېر ځوانانو، مدني فعالانو، مشرانو او چارواکو ګډون کړی وو.

د ځوانانو نړيواله ورځ چي د اګسټ پر ۱۲ نېټه لمانځل کېږي د ځينو مراسمو له کبله ځنډول سوې وه او نن ولمانځل سوه.

غونډي ته د وينا پر مهال د قبائلو چارو وزير ګل اغا شېرزي وويل، چي ځوانان بايد سره يو موټي سي او ددوی يووالی او قوت د ټولني د پرمختګ يو مهم راز دی.

همداراز په غونډه کي د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب هم وينا وکړه او وئې ويل چي تر خپله وسه ئې د ځوانانو د پوهي او تعليم په ډګر کي ټول هغه څه د ولس په واک کي ورکړي چي ورته اړتيا لېدل کېږي.

غونډي ته په پارلمان کي د کندهار د خلګو استازي سيداحمد سيلاب هم وينا واورول او ډاډ ئې ورکړ چي ددې سيمي د ځوانانو هر ډول ستونزي به په مرکز کي د چارواکو سره شريکوي.

د غونډي په پای کي د ۲۰۱۹ کال فعاله ځوانانو ته د هغوی د فعاليتونو په وياړ ايوارډونه او ستاينليکونه هم ورکړل سول.

.