کور / راپور / ولمسشر غني: د طالبانو سره سوله کوم، خو د جمهوريت په چوکاټ کي

ولمسشر غني: د طالبانو سره سوله کوم، خو د جمهوريت په چوکاټ کي

ولسمشر غني  وايي، چي د طالبانو سره سوله کوي خو دا سوله به د جمهوريت په چوکاټ کي وي او د افغانستان د قوانينو ته به پکي احترام وي.

ښاغلي غني دا څرګندوني د طلوع نيوز سره په ځانګړې مرکه کي وکړې.

د نوموړي څخه د طالبانو سره د مذاکراتي ټيم په تړاو پوښتنه وسوه چي کوم کسان دولت ورته ټاکلي دي.

د يادي پوښتني په ځواب کي ولسمشر غني وويل، چي دغه ټيم به هغه وخت اعلان کړي چي د طالبانو سره د مخامخ خبرو موضوع يقيني سي.

د هغه په خبره، نه غواړي چي د اماراتو پېښه بيا تکرار سي، چي وار له مخي د طالبانو سره د ۲۵۰ کسانو ليست خپور سو او خبري اتري ونه سوې.

ښاغلی غني وپوښتل سو که کومه سیاسي ډله یا سیاستوال د مذاکراتي ډلې پر څرنګوالي انتقاد وکړي، دی به یې په اړه څه وايي؟ هغه وویل “پرېږده چي انتقاد وکړي، له انتقاد پرته د سیاسیونو بل کار نسته” ښاغلي غني مشخصا د کومې سیاسي ډلې یا څېرې نوم وانه خیست.

ولسمشر غني همداراز وويل، زه هغه څوک نه یم چې طالب ته زارۍ وکړم، له طالب سره په پوره قوت او ځواک مذاکره کوم.

هغه د يوې پوښتني په ځواب کي وويل، چي که بهرني امنيتي ځواکونه نه وي، موږ خپل مصارف کموو او عوائدو سرچينې زياتوو چي د خپلو سرتېرو د تمويل پيسې ترلاسه کړو.

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي چي د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د نهم پړاو خبري رواني دي.