عمران خان: د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې پېښېدو خطره سته
Aziz Rahman Hazim
د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، چي نور د هند سره د خبرو وخت تېر سوی او دی په دې لټه کي نه دی چي د هند سره خبري وکړي.
نوموړي دا څرکندوني د نيويارک ټايمز سره په يوه مرکه کي کړي دي او ويلي ئې دي چې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې د رامنځ ته کېدو وېره ډېره سوې ده.
عمران خان وايي، چي په کشمير کي د تاوتريخوالي په هکله ئې د امريکا ولمسشر ډونلډ ټرمپ هم خبر کړی دی.
د هند او پاکستان ترمنځ وروسته له هغه تاوتريخوالی زيات سوچي هند په کشمير کي ۳۷۰مه ماده ختمه کړه او د کشمير نيمه خپلواکي ئې ختمه کړه.