کور / هراړخیز / جرګه د پښتنو دود

جرګه د پښتنو دود

ليکوال:  بشرمل ناصر

د پښتانه تاريخ لرغونى دى چې دجرګې دود له اريانانو څخه په ميراث کې پاتې شوى دى او دپښتانه قام پرېکړې په جرګې او مرکې سره کېږي خو جرګه ترمرکې يو څه غټه وې که چيرې ديوه قام جرګه کېږي په هغه کې دجرګې ټاکل شوي مشران ګډون کوي او دټولږ يو ډول خبر اورېدل کېږي ديوه لپاره څه امتياز نه وي چې وجرګې ته رابلل شوى وي دهغه وخبرو ته په ورين تندي غوږ نيسي دجرګې په وخت ديو او بل خبرو نه احترام لري په خپل وار سره هريوخبري کوي ( استاد ارواښاد قيام الدين خادم کتاب کې ليکي ـ چې کله به سلطان بهلول ته پښتانه ورغلو هغه به له تخته ورته راکښته شو ) ـ  دجرګې له خلکوسره به يې ګډون وکړ دباجاهي تخت به يې پرېښود ـ موږ  بايد دجرګې دود وساتو دهرمشر خيال وساتل شي دلته دشتمن او غريب په کې نه وي د چوکۍ او منصب خبره نه وې دجرګې ګډونوال ټوله سره يو ډول دي دخبرو حقوق يې مساوي وي دجرګې دمشرانو به کشران خدمت کوي او خپله ځانګړې کميټه يې ورته جوړه شي دپښتنو جرګه دووه يا درې ورځي وي او هغه وخت دپښتانه يو ټبر جرګه راغواړي چې ستونزي په کې وليدل شي د هغه تبر تاوان په کې وي او داسي پرېکړي کوي چې ټولو نه دمنلو وړ وي که چيرې څوک سرغړونه وکړي دهغه لپاره يې سزا ټاکلې وي چې دجرګې ټولو مشران يې په ګډه مخنوى کوي او هغه کس به يې خامخا مني چې څوک ددې جرګې دمشرانو مشرې مني د پښتنو خپل عدالت دى او جلا قانون يې دى تر هرقانون غوره قانون لري چې پرېکړې نه ماتوي ـ اوس دپښتونخوا وطن دناصر ـ قام جرګه کېږي په دې کې بايد داسي پرېکړي وکړي چې دلراوبر پښتنو لپاره په ګټه وي او ّځينه دودونه دټولو پښتنو سره ګډ دي هغه دي په نظر کې وساتي د راروان نسل لياره دي هغه څه نه پرېږدې چې له زيان سره مخامخ شي دخپل منځي خپګان دي شاته وغورځوي په يوه ټغر دي راسره ټول شي په جرګه کې دهرمشر خبره ځاى نيسي ـ که چيري په جرګه کې لاندې ستونزو باندې خبرې وشي ډېربه ښه وي ـ
1- ولور
دولور په اړه خبره وشي چې ولور ولي اخيستل کېږي او که اخيستل کېږي يو مناسب ولور دي وي چې داسلام له مقدس دين سره په ټکر کې نه وي او بې ځايه ناوړو دودونو مخنوى دي په کې وشي
2-په بدي کې ښځي ورکول ناوړه دود دى مخنوى دې وشي
3- چې مړى يې تربور وکړي او بدل کې يې يو بل لري تکړه تربور وژل کېږي ددې مخنوى پکار ده
4-چې په ناصر کې يو څوک مړى وکړي دهغه ټوله کورنۍ په زحمت وي دجرګې مشران هم ورته وايې چې ته به له دې کلي کډه کوې دهغه تجارت وي او اولادونه يې په تعليم کوي او هغه په ورسره شريک نه و چې يو څوک دي مړ کړې بايد يوازي هغه کس ته دې په کډه سره سزا ورکړي
5- دانجونو تعليم ته دي اجازه ورکړي اوس يه شمېر يوڅوکړرنۍ تعليم باندي کوې او نور ته لاعيب ښکاري چې زما لور به څنګه مدرسې او لا ښوونځۍ ته ځي ـ
زما په ليکنه کې هدف دانه دى چې مشرانو ته لارښودنه کوم   او خپل مسوليت له غاړې اړوم چې سبا څوک راته ونه وايې چې نظر به دي راسره شريک  کاوه