کور / راپور / سرچينې: دوحه کي د نهم پړاو خبري به برخليک ټاکونکي وي

سرچينې: دوحه کي د نهم پړاو خبري به برخليک ټاکونکي وي

د امريکا او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو خبري تېره اونۍ په قطر کي پيل سوې چي اوس هم دوام لري.

تېره ورځ دا خبري د جمعې ورځي په خاطر ځنډېدلي وې، خو وروسته د دواړو لوريو تخنيکي ټيمونو په خپلو کي سره سلا مشورې کړي دي.

طالبانو پرون په يوه پېغام کي وويل، چي په قطر کي د نهم پړاو خبري د جمعې ورځي په مناسبت ځنډېدلي او د شپې به بېرته مذاکرات پيل کړي.

په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، چي د دواړو لوريو ترمنځ هوکړي ته نژدېوالی محسوسېږی، خو لا هم پر ځينو شيانو اختلاف پاتي دی چي په هکله ئې د دواړو لوريو تخنيکي ټيمونه بوخت دي.

دجمعې په ورځ افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کي دافغانستان سفیر حکیم دلیلي سره هم لیدنه کړې او هغه سره په ځېنو مهمو معاملو خبرې اترې کړي دي.

سرچینو ویلي چي ټاکل سوې په دوو ورځو کي دننه به زلمی خلیلزاد دکابل سفر وکړي او دلته به دافغان ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو سره طالبانو سره دکيدونکي سولې پر جزئیاتو وغږیږي.