کور / راپور / د بشري حقونو کمېسون: پاکستاني پوځ بشري ناورين رامنځ ته کړی دی

د بشري حقونو کمېسون: پاکستاني پوځ بشري ناورين رامنځ ته کړی دی

د پاکستان د بشري حقونو د څار کمېسون وايي، چي د پوځ او رياست لخوا په بلوچستان علاقه کي بشري حقوق تر پښو لاندي سوي دي او دلته اوس يو ناورین راروان دی.

د بشري حقونو کميسون  تازه يو راپور خپور کړی چي وايي، په دغه سيمه کي په زرګونو کسان لادرکه سوي دي او په سلګونو نور د پوځ لخوا په تشدد وژل سوي دي.

تېره ورځ په کوټه کي د يوې غونډي په ترڅ کي د بشري حقوقو د کمېسون مشرانو ای اې رحمان او عارث خليق په خپل چمتو کړي راپور کي وويل، چي دلته د لږکيو په تېره بيا هزاره ګانو ژوند ته سخت ګواښونه متوجې دي او همداراز د بلوڅان لارکه کول هره ورځ دوام لري.

په راپورکي دا هم ویل سوي چي کميسيون ته تر ۵۴۰ زياتو کسانو د لادرکه کېدو خبر ورکړل سوی دی او د ۱۳۱ لادرکه کسانو د مقدمو اورېدنه سوې ده.

 د کميسيون يو غړي ظهور احمد شاهواني ایډوکېټ په خپلو خبرو کي وويل، چي يو شمېرلادرکه بلوڅان خپلو کورونو ته ستانه سوي خو هغوی د ویرې له امله اوس هم پټه خوله پاتې دي او پر دوی باندې تېر سوی حال نه سي ويلای.

هغوی وويل، چي په دې سيمه کي اوس يو بشري ناورين رامنځ ته سوی دی او خبريالان هم نه سي کولای چي د حالاتو جاج واخلي او د مېډيا له لاري د سيمي حالات انځور کړي.

عارث خليق وويل:” دلته خبريالان د سختو ستونزو سره مخ دی، د خفيه ادارو لخوا ورته ګواښونه کېږي چي هغه څه نشر نه کړي کم چي حقيقت دي”.

پاکستان پوځ او رياست په بلوڅمېشتو او پښتني سيمو کي په لسګونو زره کسان لادرکه کړي دي چي ډېري ئې د پوځ لخوا په تشدد وژل سوي دي او په زرګونو نور پرته له کوم جرم څخه په زندانونو کي پراته دي.