محقق: د اتمر له ډلي ځکه بېل سوم چي د ټاکنو په هکله ئې څرګند دريځ نه درلود
Aziz Rahman Hazim
د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق چي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي د حنيف اتمر په مشرۍ د سولي او اعتدال ټيم دويم مرستيال وو، تېره ورځ ئې په رسمي ډول اعلان وکړ چي نور د حنيف اتمر سره ملګری نه دی او خپل ملاتړ د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالني ټيم سره اعلانوي.
نوموړي تېره ورځ په يوه غونډه کي وويل، چي د سولي او اعتدال ټيم څخه ئې ځکه لار بېله کړه، چي دده په وينا هغوی د ټاکنو لپاره روڼ دريځ نه درلود.
محقق وويل: ‘تاسو پوهیږئ چې ما له دې مخکې د سولې او اعتدال له ټیم سره ډېر مخلصانه کار کاوه، خو یو وخت داسې راغی چې زمونږ ټیم فعالیتونه ودرول، هغوی ویل چې سوله لومړیتوب لري، مونږ بالاخره یو بل ته لاس ورکړ او راغلو چې د ثبات او همپالنې ټيم ملا ور وتړو او د خپل ټیم په توګه یې ملاتړ وکړو.”
محمد محقق د ۲۰۱۴ کال په ولسمشريزو ټاکنو کي هم د عبدالله عبدالله دويم مرستيال وو.
د حنيف اتمر په مشرۍ د سولي او اعتدال ټيم څو ورځي وړاندي وويل، چي ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند اشرف غني په خپلو تبليغاتي کمپاينونو کي د دولتي امکاناتو څخه ګټه اخلي او دوی باور نه لري چي راتلونکي ټاکني دي شفافي وي، نو له همدې امله دوی خپل ټاکنيز کمپاين ځنډوي.