کور / راپور / کندهار: ترافيکي پېښه کي ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

کندهار: ترافيکي پېښه کي ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

نن سهار اووه نیمي بجې د کندهار میوند ولسوالۍ اړوند د تورو په سیمه کي د ملکي خلکو یو سراچه موټر چپه سوي او پر مهال یې ۶ تنه مړه او ۱۲ تنه زخمیان سوي دي.

په مړو کي موټروان، درې ښځي یو کوچني هلک او یوه ماشومه انجلي شامله ده

. د پیښي سره سم د سطحي زخمیانو درملنه د ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کي سوې ده او نور میرویس حوزوي روغتون ته را انتقال سوي دي.

په افغانستان کي د ماينونو او چاودونو وروسته ترافيکي پېښي ترټولو ډېر د خلګو ژوند اخلي.