کور / راپور / کابل کي د خپلسرو وسلوالو جګړه کي پنځه کسان وژل سوي دي

کابل کي د خپلسرو وسلوالو جګړه کي پنځه کسان وژل سوي دي

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کي تېره شپه دوو خپلسرو وسلوالو ډلو يو پر بل ډزي کړي دي چي په پايله کي ئې مرګژوبله رامنځ ته سوې ده.

دا پېښه د کابل – پروان پر لويه لار په قره باغ ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده.

د قرباغ ولسوال دل اغا وايي، نښته تېر شپه د قره باغ ولسوالۍ په بازار کي تر لفظي شخړي وروسته رامنځ ته سوې ده.

دل اغا وايي، چي په جګړه کي د يو دوکاندار په ګډون پنځه تنه وژل سوي دي او دوه نور ټپيان دي.

ددغه سيمي اوسېدونکو له دې وړاندي په وارو وارو د خپلسرو وسلوالو د شتون څخه شکايتونه کړي دي، خو دولت ئې پر وړاندي جدي ګام نه دی اوچت کړی.

د قره باغ د پېښي په تړاو تراوسه څوک نه دي نيول سوي.

تېره اونۍ هم د پروان ولايت په جبل سراج سيمه کي څلور تنه د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ووژل سول.