کور / راپور / ملا ضعيف: د سولي تړون کي به د طالبانو ضمانت پاکستان او روسيه کوي

ملا ضعيف: د سولي تړون کي به د طالبانو ضمانت پاکستان او روسيه کوي

په اسلام اباد کي د طالبانو د واکمنۍ پخوانی ملاعبدالسلام ضعيف وايي، چي د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولي هوکړه چمتو سوې او په راتلونکو نژدې ورځو کي به د ګڼو هيوادونو په منځګړيتوب لاسليک سي.

ملاضعيف وايي، چي د هوکړي په دې تړون کي به پاکستان او روسيه د طالبانو ضمانت کوي.

په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پرون وويل، چي دواړه لوري له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو پر وتلو سلا سوي دي، خو د وتلو دا مهالوېش به هغه وخت رسنيز سي چي د سولي هوکړه لاسليک سي.

خو ملاعبدالسلام ضعيف د طلوع نيوز سره په تازه مرکه کي ويلي، چي طالبان او امريکايان دواړه پر دې سلا سوي دي  چي د ۱۵ څخه تر ۲۴ مياشتو پوري به امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

په ورته وخت کي د افغان سولي لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد ويلي، چي د سولي د تړون لپاره له طالبانو دا ضمانت اخيستل سوی چي د القاعده ، داعش او نورو ترهګرو ډلو سره به اړيکي پرې کوي.

ملا عبدالسلام ضیعف ویلي کله چي دامریکا او طالب استازو ترمینځ د سولې موافقه لاسلیک سي دهغې یوه اوونۍ وروسته به دافغانانو ترمینځ خپل منځي خبرې پیل سي او په دغو خبرو کي به زیاتره کورنۍ معاملې راټولې کړل سي.

ملا ضیعف زیاته کړې چي د سولې په تړون به دطالبانو په استازیتوب ملا عبدالغني برادر لاسلیک کوي.

خو طالبانو په رسمي توګه د يادو جزئياتو په هکله څه نه دي ويلي.