کور / اقتصادي / د پيسو د څار نړيواله اداره: که تر اکتوبر پوري پاکستان اصلاح نه سو، تور ليست ته ئې اچوو

د پيسو د څار نړيواله اداره: که تر اکتوبر پوري پاکستان اصلاح نه سو، تور ليست ته ئې اچوو

د ناقانونه پيسو د څار نړيواله اداره ( ايف اې ټي ايف) وايي، چي پاکستان ئې د ترهګرو سره د مالي مرستي له امله د څار ني تر ټولو سخت ليست ته اچولی دی.

د پاکستان په هکله تېره ورځ د اسټراليا په پلازمېنه کي د ناقانونه پيسو د څار نړيوالي ادارې مجلس دائر کړی وو او له پاکستان څخه ئې د ترهګرو د مالي سرچينو پر ضد د اقداماتو راپور غوښتنه کړې وه.

ياده اداره وايي، چي د ترهګرو د مالي سرچينو پرضد د پاکستان اقدامات د قناعت وړ نه وه او په دې برخه کي پاکستان د څلورو برخو څخه يواځي پر يوه برخه کار کړی دی چي دا د منلو وړ نه ده.

ياده اداره وايي، اوس ئې پاکستان ته وخت ورکړی چي تر اکتوبر مياشتي پوري د ترهګرو سره د مالي مرستو د مخنيوي لپاره چټګ ګامونه واخلي.

د ناقانونه پيسو د څار نړيواله اداره وايي، که پاکستان په ورکړل سوې موده کي اړين ګامونه پورته نه کړي دا به يقيني سي چي تور ليست ته به ورواچول سي.

پاکستان دا مهال د سخت اقتصادي کړکېچ سره لاس وګرېوان دی چي له نورو هيوادونو څخه ئې په ملياردونو ډالر پور کړي، مګر داسي برېښي چي تراوسه ئې درد نه دی په دوا سوی.