کور / تازه خبرونه / د پرينکا چوپړا په هکله ملګرو ملتونو د پاکستان غوښتنه رد کړه

د پرينکا چوپړا په هکله ملګرو ملتونو د پاکستان غوښتنه رد کړه

ملګرو ملتونو د پاکستان هغه غوښتنه رد کړه، چي ګڼي پرينکا چوپړا دي ددغه سازمان د امن سفيرانو له ليست څخه و ايستل سي.

څو ورځي وړاندي د پاکستان د بشري حقونو د سازمان مشري شيرين مزاري ملګرو ملتونو ته ليک لېږلی وو، چي هندۍ هنرمنده پرينکا چوپړا دي د کشمير په موضوع کي د دخالت له امله د ملګرو ملتونو د ښه نيت سفيرانو له ليست څخه و ايستل سي.

خو ملګرو ملتونو د پاکستان دا غوښتنه رد کړه.

د هندي سينما فلمې ستورې پريانکا چوپړا چي د ملګرو ملتونو د سولي سفيره هم ده اوس پاکستان غوښتنه کوي چي ملګري ملتونه دي له دې څخه دغه امتياز واخلي.

د پاکستان د بشري حقونو وزيره شيرين مزاري وايي، موږ ملګرو ملتونو ته ليک لېږلی چي د پريانکا چوپړا څخه دي د سولي سفيري امتياز واخلي، ځکه هغې د پاکستان پر وړاندي د اټومي جګړې خبره کړې ده.

آغلي چوپړا په فبروري کي په کشمير کي د چاودني وروسته يوه ټويټ کي وويل، چي هند بايد پر پاکستان اټومي بريد وکړي او په دغه هيواد کي د تروريستانو مرکزونه له منځه يوسي.

ددغه ټويټ له امله پر هغې باندي ګڼو پاکستاني چارواکو نيوکي وکړې او دا ئې تشدد ته د هڅولو په مانا وبلل، خو آغلي چوپړا وويل، چي له ټويټ څخه ئې هدف د خپل هيواد سره مينه او د خپل پوځ ملاتړ دی.

د پاکستان د بشري حقونو وزيري شیرین مزاري د ملگرو ملتونو څخه په یوه ليک کي غوښتنه وکړه چي پریانکا چوپړا دي د سولي په لړ کي د ادارې اصول مات کړي دي نو ځکه دي له هغې څخه د سولي د سفیرې امتیاز واخیستل سي.

د پاکستان د بشري حقونو وزيره، شيرين مزاري

په تېره فبرورۍ مياشت کي د هند په کشمیر سيمه کي يوځانمرګي بريدګر د هند شاوخوا ۴۰ نيمه پوځي سرتېري ووژل.

ددغه بريد پړه پاکستان مېشتي ترهګري ډلي جيش محمد پرغاړه واخيسته.

دې کار د هند غوسه راوپارول او په غبرګون کي ئې د پاکستان پر خاوره هوايي بريد وکړ چي يکي د جيش محمد ګڼ ترهګر ئې ووژل.