کور / راپور / افغان ولسمشر اشرف غني د سعودي چارواکو سره د خبرو لپاره دغه هيواد ته روان شوی دی

افغان ولسمشر اشرف غني د سعودي چارواکو سره د خبرو لپاره دغه هيواد ته روان شوی دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه ماسپښين د زمري میاشتې پر۲مه د یو رسمي سفر په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلی غني به د حج عمرې تر ادا کولو وروسته د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او نورو چارواکو سره هم وګوري.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې سعودي عربستان ته د ولسمشر غني سفر دوه ورځنی دی چې ټاکل شوې د دغه هېواد له چارواکو سره سره پر بېلابېلو مسائلو خبرې وکړي خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

ولسمشر غني په تېره جون میاشت کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی و.

سعودي د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت یې د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی دی.

تر دې مخکې د کعبې امام او خطیب هم په یوه فتوا کې په افغانستان کې د عامو خلکو وژل او ځانمرګي بریدونه حرام بللي وو.

ښاغلی غني پر داسې مهال سعودي عربستان ته سفر کوي، چې له تېرو درې ورځو راپدېخوا د قطر مرکز دوحه کې د امریکايي او طالب استازو نهم پړاو خبرې پیل شوي دي.

طالبانو ویلي، چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو یې له امریکايي چارواکو سره خبرې بشپړې شي.