کور / راپور / خيبر پښتونخوا کي د غيرت په نوم درې کسان وژل سوي دي

خيبر پښتونخوا کي د غيرت په نوم درې کسان وژل سوي دي

تېره ورځ په بونير کي يو هلک او انجلۍ وروسته له هغه ووژل سول، چي په خپلو کي ئې په خپله خوښه واده کړی وو او له کوره بهر تللي وه.

دا پېښه د بونير  په شلبانډۍ سيمه کي رامنځ ته سوې ده.

ځايي خلګ وايي، چي په علاقه کي ئې د يو ۱۷ کلن هلک او انجلۍ مړي وموندل چې زندۍ سوي وه.

د راپورونو له مخي احتمال سته چي په دې پېښه کي د انجلۍ پلار او د هغې د کورنۍ نور غړي ښکېل وي.

همداراز د سوات په شموزو کي هم يو خاوند خپله مېرمن د غيرت په نوم وژلې ده.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي يو نفر خپله مېرمن ځکه وژلې ده چي پر هغې باندي بدګومانه سوی وو.

د دغه دواړو پېښو په تړاو تراوسه څوک نه دي نيول سوي.

خيبر پښتونخوا يوه له هغه سيمو څخه ده چي د غيرت په نوم پکي وژني رامنځ ته کېږي او ښکېل کسان پکي تر ډېره ازاد ګرځي.

د بشري حقونو خپلواک کميسون وايي، چي په خيبر پښتونخوا کي کلتوري اغېز دې ته لار خلاصه کړې ده چي په دا ډول پېښو کي ککړ کسان د عدالت په واک کي نه راځي او په ازادانه توګه ګرځي.