کور / راپور / پوځي چارواکي: په فارياب او جوزجان کي داعش ډله د بيا فعاله کېدو په حال کي دي

پوځي چارواکي: په فارياب او جوزجان کي داعش ډله د بيا فعاله کېدو په حال کي دي

ځيني افغان چارواکي وايي، چي د هيواد په شمال جوزجان او فارياب کي د داعش جنګيالي بيا سر راپورته کړی او د خلګو د جلب او جذب چاري ئې پيل کړي دي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مشر جنرال ولي محمد احمدزی وايي، چي د جوزجان او فارياب په ځينو ولسواليو کي د داعش فعاليتونه ليدل سوي دي او دلته ددغي ډلي مشري ازبکستاني وګړي کوي.

ښاغلی احمدزی وايي، چې داعش ډله د فاریاب ولایت په خواجه ناموسی ولسوالۍ او همداراز د جوزجان ولایت په یو شمېر سیمو کې ځان ته د وفادارو ځواکونو د تجهیز په حال کي ده.

نوموړی وايي، چي په ځينو سيمو کي افغان ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات کړي چي په ترڅ کي ئې د داعش ډلي ځيني مشران له منځه وړي دي.

يوکال وړاندي په جوزجان کي د طالبانو او داعش ډلي ترمنځ جګړه پېښه سوه، چي وروسته داعش جنګيالي افغان ځواکونو ته تسليم سوه.

پر تسليم سويو کسانو چي بهرنيان هم پکي دي د جنګي جرمونو او جنسي ځورونو تورونه هم سته او دا مهال دا کسان د افغان دولت سره په بګرام او پولچرخي زندانونو کي بنديان دي.