کور / راپور / اسرائيلو په سوريه کي پر ايراني اهدافو هوايي بريدونه کړي دي

اسرائيلو په سوريه کي پر ايراني اهدافو هوايي بريدونه کړي دي

اسرائيلی پوځ وايي چي تېره شپه ئې په سوريه کي د ايراني مليشو پر ځينو مرکزونو بريدونه کړي دي او د هغوی د وسلو زيرمتونونه ئې له منځه وړي دي.

د پوځ په وينا، دا بريدونه تېره شپه د دمشق ښار جنوبي څنډو کي سوي او د (قدس سپاهيان) ډلي غړي پکي په نښه سوي دي.

د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نيتنياهو وايي: “ ايران به هيڅ ځای خوندي پاتي نه سي، موږ د اسرائيلو د امنيت او خونديتوب لپاره هرډول لازم ګام اوچتولو ته تيار يو”.

د سوريې خبري اژانس (سانا) وايي، چي تېره شپه ئې د اسرائلو له خوا توغول سوي ډيري توغوندۍ په هوا کي شنډي کړي دي.

خو د اسراییلي پوځ په وینا، جنګي الوتکو یې “د دمشق سوېل ختیځه عقربه سیمه کي ګڼ ترهګریز اهداف په نښه کړي دي.”

اسرائيل وايي، چي په سوريه کی به د ايران د نفوذ مخه نيسي.