کور / تازه خبرونه / په روسيه کي افغان سفارت سل کلنه خپلواکي ولمانځله

په روسيه کي افغان سفارت سل کلنه خپلواکي ولمانځله

په روسيه کې د افغانستان د لوی سفارت له خوا دهيواد دخپلواکۍ سلمه کليزه په شانداره مراسمو ونمانځل شوه.

په دغو مراسمو کې په سلگونو بهرنيو دپلوماتانو، د روسيې د سنا مجلس او دولتي دوما غړو، د افغانستان په چارو کې د روسيې د دولتي او غير دولتي علمي، ټولنيزو او فرهنگي موسسو چارواکو او کارمندانو، او په روسيه کې مېشتو گڼ شمير افغانانو برخه اخيسې وه.

په روسيه کې د افغنستان لوی سفير ډاکتر لطيف بهاند ميلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان د خپلواکۍ او د افغانستان ـ روسيې تر منځ د دپلوماتيکو اړيکو د سلمې کاليزې په باب معلومات او مبارکي وويله.

همدا رنگه د سفارت کلتوري اتشه څېړنوال شاه سلطان عاکفي، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اسيا د څانگې مرستيال او د روسيې د سنامجلس يو تن غړي د افغانستان د خپلواکۍ او له روسيې سره ددپلوماتيکو اړيکو د سلکلنۍ مبارکي وويله.
د غونډې په وروستۍ برخه کې بهرنيو او کورنيو ميلمنو د افغاني غذا له خوړلو ډير خوند واخيست او ډله ډله په مننه ، مينه او خوښۍ له افغان سفير ډاکترلطيف بهاند سره تر يادگاري عکسونو وروسته رخصتيدل.