کور / راپور / طالبان وايي، چي په دوو ورځو کي به ئې د امريکايانو سره مذاکرات بشپړ سي

طالبان وايي، چي په دوو ورځو کي به ئې د امريکايانو سره مذاکرات بشپړ سي

په قطر کي د طالبانو  سياسي دفتر وايي، چي تمه ده په دوو ورځو کي ددوی او امريکا ترمنځ مذاکرات بشپړ سي او يوې هوکړي ته سره ورسېږي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي، چي د اختلاف وړ کومه مهمه موضوع نه ده پاتي يواځي د امريکايي ځواکونو د وتلو پر پلان کار روان دی.

د مجاهد په خبره، دواړه لوري پر دې کار کوي چي د بهرنيو ځواکونو د وتلو د ميکانيزم څرنګوالی مالوم کړي.

تېره ورځ الجزيرې ټلوېزون د ځينو سرچينو په حواله وويل، چي طالبانو او امريکايانو د موقت حکومت پر جوړېدو خبري کړي دي چي ۱۸ مياشتي به دوام وکړي، خو وروسته امريکايي او طالب چارواکو دا خبر رد کړ او وئې ويل چي د موقت حکومت په هکله خبري نه دي سوي.

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر خپله ټويټرپاڼه وويل، چي دوی او طالبانو د موقت حکومت خبره نه ده کړې، دا موضو په بين الافغاني مذاکراتو پوري اړه لري چي وروسته به پيل سي.

په ورته مهال کي افغان ولسمشر اشرف غني د سعودي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره ددغه هيواد پلازمېني رياض ته رسېدلی دی.