کور / راپور / بشري حقوق: کوزه پښتونخوا کي ترهګر پوځ ژورناليستانو ته د مرګ ګواښونه کوي

بشري حقوق: کوزه پښتونخوا کي ترهګر پوځ ژورناليستانو ته د مرګ ګواښونه کوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسون اندېښنه ښودلې چي په کوزه پښتونخوا کي ژورناليستان د سختو ننګونو سره مخ دي او ددوی د کار په وړاندي خنډونه جوړېږي.

تېره ورځ په مرکز کوټه کي يوې غونډي ته په وينا کي د بشري حقونو مسؤولينو پر پاکستاني ترهګرپال پوځ نيوکي وکړې چي له يوې خوا ئې د سيمي اوسيدونکو ته د مرګونو کندي کيندلي دي او له او له بلي خوا ئې د ژورناليستانو خولي ور تړلي دي اود حالاتو په هکله هيڅ نه سي ويلای.

د بشر د حقونو مسؤولين وايي، چي د استخباراتو او نورو کسانو له خوا ژورناليستانو ته د مرګ ګواښونه کوي او دوی د حقائقو د ويلو څخه منع کوي.

ترهګر رياست په نړيواله کچه په دې مشهور دی چي د بيان د ازادۍ پر وړاندي  سخت او ظالمانه ګامونه پورته کوي.