کور / راپور / متحده اماراتو نريندرا مودي ته مډال ورکړی، پاکستاني چارواکي سخت په غوسه دي

متحده اماراتو نريندرا مودي ته مډال ورکړی، پاکستاني چارواکي سخت په غوسه دي

د هند لومړي وزير ته د متحده عربي اماراتو لخوا د مډال ورکولو سره پاکستاني چارواکي سخت په غوسه سوي دي او دا ئې غيرمنصفانه کار بللی دی.

دوې ورځي وړاندي د عربي متحده اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کي د دغه هيواد د ترټولو ستر مډال ( زايد مډال)  د هند لومړي وزير نريندرامودي ته ورکړل سو.

دا مډال چي د ابوظبۍ د واکمن محمد بن زايد لخوا نريندرامودي ته ورکړل سو په نړيواله کچه منل سوی ايوارډ دی.

د ابوظبۍ واکمن محمد بن زايدپه دې هکله جوړو سويو مراسمو کي وويل، ښاغلی مودي ددې مډال  پوره حقدار دی، هغه د هند او اماراتو د اړيکو سمولو لپاره ډېر څه کړي دي.

د ابوظبۍ دا اقدام د پاکستاني چارواکو غوسه راپارولې ده او دائې غير منصفانه بللې چي د هند لومړي وزير ته دي دومره ارزښتناک مډال ورکول کېږي.

بل خوا د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سر د راولاړي سوي لانجې په تړاو متحده عربي اماراتو د هند ملاتړ کړی دی.