کور / تازه خبرونه / د اګست پر يوولسمه به د مشرف برخليك ټاكل كېږي

د اګست پر يوولسمه به د مشرف برخليك ټاكل كېږي


د پاكستان د حاكمو ګوندونو اتحاد وايي د دوشنبې په ورځ چي د اګست يوولسمه كېږي د ماځيګر پر پنځه بجې به د پاكستان پارلمان د جمهوررئيس پروېز مشرف د برخليك په اړه پرېكړه وكړي.
په پارلمان كي د مشرف د پلوي مسلم ليګ قاف ګوند مشرف چوهدري شجاعت حسين وايي د حاكمو ګوندونو غړي به ونسي كړاى چي مشرف له دندي ليري كړي، د نوموړي په وينا په پارلمان كي د مشرف د پلويانو شمېر زيات دئ.
خو د حاكمو ګوندونو اتحاد وايي كه څه هم د دوى غړي په پارلمان كي د مشرف تر پلويانو ډېر دي، خو دوى د مشرف ځيني نيژدې ملګري لا له ځان سره ملګري كړي دي، چي له امله به يې ښاغلى مشرف د عدم اعتماد سره مخ سي او د جمهوري رياست له مقام څخه به ليري كړل سي.
د پاكستان د حاكمو ګوندونو اتحاد پسله ډېري ناندريو درې ورځي دمخه پرېكړه وكړه چي جمهور رئيس مشرف دي له څلورو ايالتي پارلمانونو او مركزي پارلمان څخه د اعتماد رايي ترلاسه كړي.