د امريكا څارګرې ادارې :بېنظير بوټو مشرف وژلې ده

40 | اگست 8th, 2008


.د امريكا يو وتلي خبريال رون سسكنډ په خپل يو كتاب كې ليكلي دي چې:


د امريكا څارګرو ادارو د بينظير بوټو او جنرال مشرف هغه ټليفوني اړيكې ثبت كړې دي په كومو كې جنرال پروېز مشرف بوټو ته د خبردارې په توګه ويلي دي چې :


د هغې سلامتيا له پرېز مشرف سره په ښو اړيكو درلودلو كې ده .


بېنظير بوټو د اكتوبر د مياشتې په اتلسمه پاكستان ته راغله چې په لومړي ځل پرې ځانمرګى بريد وشو .


په ځانمرګي بريد كې تر يو سل او پنځوسو تنو زيات كسان ووژل شول .


ده سسكنډ په وينا له دغه ځانمرګي بريد نه د مخه مشرف بوټو ته په ټلېفون كي ويلي وو چې ګواكې دى يې دښمن نه دى .
خو د ثبت شويو اړيكو له مخې بوټو يې ځواب نه وو وركړى ځكه د ليكوال په وينا هغه پوهېده چې خبرې يې ثبتېږي .


په كتاب كې د جنرال مشرف هغه جمله هم شامله ده چې بوټو ته وايي چې ستاسو سلامتيا زمونږ دوو په اړيكو پورې اړه لري .


بېنظير بوټو د ډسمبر په ۲۷ مه په لياقت باغ كې په يو ځانمرګي بريد كې ووژل شوه .


په كتاب كې دا هم په ډاګه شوې ده چې بوټو د مشرف په دې خبره باور ونه كړ او په يو پيغام كې يې خپل وژونكي هم په په ګوته كړي دي .


 

Copyright Larawbar 2007-2024