کور / مېرمن / ښځينه ولي محرومه وي؟

ښځينه ولي محرومه وي؟

ليکوال:   بشرمل ناصر

دلته هرڅوک دا دعوا کوي چې موږ روښنفکره يو او غواړو چې له خلکوسره دسيالي ژوند وکړو او دژوند تېرول څه ستونزمن شو که چيري په لاس کې قلم نه ولرې دخلکو له نظره غورځېدلاى يې له مجلسه دي باسي او لا به ښتمن يې چې دمجلس جوګه شې د نارينه هروخت دافکر وي که چيري زه نه وم و ښځينه ته به په ژوند کې ستوتزي پيداشي داخو زما دسرسايه ورباندې پرته ده له ما پرته به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شې دايو رښيتنى حقيقت دى چې په نارينه دښځې زړه ډاډه وي خو دا رنګه خبره هم نه ده چې ښځينه په ټولنه کې رول نه لري دهر بريالي کس ترشا دښځې لاس وي چې دبريا ترډګره يې ځان رسولاى دى موږ ښځې د افغانيت له دود څخه بې برخې کړې دي او داسلام قوانين مو په نظر کې نه دي ساتلي چې څرنګه حقوق اسلام ورکړي دي هغه ډول حقوق يوه افغان وښځينه ته نه دي ورکړي تر هرچا داسلام او افغانيت دعوا لرونکي يو ـ ښځې ولي محرومه دي چې حقوق يې ترپښو لاندې کېږي موږ سترګې باندې پټې کړو چې کله څوک د لور يا  دخور رشته کوي اکثره کورنۍ پوښتنه نه ځينې کوي او داعيب ورته ښکارې که چيري په اسلام کې عيب وي بيا بايد پوښتنه ځينې ونه شي او که اسلام اجازت ورکړى وي بيا يې حققوق په ناحقه ترپښو لاندې کوو دتعليم په ډګر کې اتيا سلنه کورنۍ خلاف ده ـ که له هغو پوښتنه وشي چې ددې علت څه دى چې تاسو دنجونو په تعليم بنديز لګولاى دى هغو به جواب داوي چې ښځې مې نه لېدې او تعليم ـ  تاسو ښځينه ناروغه شي چرته يې وړئ اږ ولي ښځينه ډاکټري پسي ګرځې خو نارينه ډاکټران ډېروي خو هلته بيا پښتونواله کوې چې زما ښځه به څرنګه نارينه ډاکټر ګوري اږ دتعليم مخه دې نيولې ده دايو ناوړه دود دى نه پښتونواله کې راځي او نه اسلام زده کړي منع کړې دي ـ (علم په نارينه او ښځينه فرض دى )  که ښځې يواځې دکورد کار لپاره پيدا وي چې نه مدرسه او نه ښوونځى ويلاى شي داسي په تياره کې دي ژوند وکړي دا دوى په حقوق باندي تېرى دى چې هرځاى دقومي مشرانو جرګه کېږي خو له بده مرغه د ښځينه دتعليم خبره يې شاته غورځولې وي چې يوه تعليم يافته ښځيه اووه نسله بدلوي او په ژوند کې بدلون راولي او يو نارينه ديوې کورنۍ له پاره وي ـ