پاکستاني چارواکو د ازاد – محکوم وطن (بولدک –چمن ) ترمنځ دوېش دروازه بنده کړې ده.

Aziz Rahman Hazim | اگست 26th, 2019


تېره ورځ له ۳ بجو څخه پاکستاني چارواکو د بولدک – چمن ترمنځ د ويش دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده کړې ده او هيچا ته اجازه نه ورکوي چي له دې لاري تېر سي.

پر دې لاره تلونکي کسان وايې، چي دواړو لورو ته زرګونه کسان او موټران بند پاتي دي او پر دروازه د تګ راتګ دپاره نه پريښودل کيږي.

افغان چارواکي د دروازې تړل کېده تاييدوي او وايي، چي دا کار پاکستاني چارواکو کړی دی خو دوی ته مالومات نسته چي ددې کار موخه او هدف څه دی.
معلومه نه ده چي دروازه به تر کومه وخته تړلې وې او پاکستاني لوري هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا دروازه پر داسي مهال تړل کيږي چي دا مهال په کندهار کي د تازه ميوې په ځانګړي ډول د انګورو د حاصلاتو ټاپ موسم دی او هره ورځ په سلګونه ټنه مېوه پاکستان او د پاکستان له لاري په ترانزيټ ډول هندوستان ته صادريږي.
د تيرو دريو کلنو راهيسي هر کال د مېوو د حاصلاتو پر مهال پاکستان دروازه بندوي.

Copyright Larawbar 2007-2024