کور / راپور / د اروزګان ولايت اوسېدونکي وايي، ولسمشر غنې دې په کړو ژمنو عمل وکړي

د اروزګان ولايت اوسېدونکي وايي، ولسمشر غنې دې په کړو ژمنو عمل وکړي

دغه کسان، چې شمېر يې سلګونو ته رسېږي د دولت جوړونې ټيم په ملاتړ راغونډ شوي دي.

په ياده کمپايني غونډه کې يو شمېر کسان وايي، ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند محمد اشرف غني تېرې ژمنې ورسره نه دي عملي کړي.

دوی زياتوي، چې ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند محمد اشرف غني له برنامو او پروګرامونو ملاتړ کوي، خو له هغه هم غوښتنه کوي، چې د نورو ولايتونو په پرتله دې ارزګان ته پاملرنه وکړي.

دوی زياتوي، چې د ولايت په سطحه ورته بنسټيز کارونه نه دي ترسره شوي.

په ورته مهال په ارزګان کې د دولت جوړونې د ټيم مسوول اسدالله پښتون بیا د محمد اشرف غني د برنامو يادونه وکړه او له خلکو يې په راتلونکو ټاکنو کې د هغه د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د هېواد په ډېرو ولايتونو کې ټاکنيزو کمپاينونه په هغه ډول، چې ورته تمې ليدل کېدې نه ترسره کېږي.

ولسمشريزو ټاکنو د دولت جوړونې ټيم دا لومړۍ کمپايني غونډه ده، چې ترسره کېږي.

تردا مهاله راتلونکو ټاکنونو ته د کوم بل کانديد له لوري کمپاين نه دی ترسره شوی.

خبریال: احسان الله ولسمل