کور / راپور / ولسي حرکتونه، تېري او ظلمونه له منځه وړي

ولسي حرکتونه، تېري او ظلمونه له منځه وړي

د سولي ولسي حرکت غړو په خوست کي د ولس ويښوني عامه پروګرامونه پيل کړي دي.

د يکشنبې په ورځ د سولي ولسي حرکت غړو او مشرتابه په خوست کي د شهيد مطيع الله عالي لېسې زده کوونکو او کار کوونکو ته د سولي او اوربند، ملي ګټو او هيوادنۍ ميني اړوند خبري وکړې.

د غونډي پر مهال د جګړې، په جګړه کي د استخباراتي کړيو او هيوادونو، د سياسي او اقتصادي جګړې اړوند معلومات ورکړه سوه.

له راغونډو سوو کسانو څخه وغوښتل سول چي ځانونه په رښتنې او حقيقي توګه د هيواد مالکان جوړ کړي او چا ته د تېري حق او وخت ورنه کړي.

همدا راز د غونډي پر مهال په قطر کي د پټو خبرو وضاحت وغوښتل سو.