کور / راپور / عوامي نيشنل ګوند: د پښتنو پر ضد سازش روان دی، خفيه ادارې غواړي د پښتنو پښې ووهي

عوامي نيشنل ګوند: د پښتنو پر ضد سازش روان دی، خفيه ادارې غواړي د پښتنو پښې ووهي

تېره ورځ د خيبر پښتونخوا په صوابۍ کي د عوامي نيشنل ځايي مشر محمد فضل د نامالومه وسلوالو په ډزو ووژل سو.

دا پېښه د صوابۍ په شيوه کلي کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله محمد فضل خپل کور ته پر لار وو.

د محمد فضل قاتلين له سيمي تښتېدلي دي او په هکله ئې تراوسه مالومات نسته.

د عوامي نيشنل ګوند عمومي سکرټر سردار حسين بابک وايي، چي په خيبر پښتونخوا کي هدفي وژني د پښتون قام پر ضد يو سازش دی او دا سازش د خفيه ادارو لخوا جوړ سوی دی.

نوموړي په يوه مرکه کي وويل: “دا خو د پښتنو خلاف یو سازش دی. د تشدد دا لړۍ تاسو وگورئ، دې ډېر لوی تاوان وکړ. بیا ډېره د افسوس خبره دا وي چي د ورځې په رڼا خلک راسي په کلیو کي په بازار کي ووژل سي. چاته تحفظ حاصل ندی. او بیا بیا هغه ترهگر دا خبرې کوي، خلکو ته په موبایل دهمکیانې ورکوي، ټلیفونونه هم کوي، خپله موجودگي ښیي په زوره. ټارگیټ کيلېنگ (هدفي وژنې) هم کوي. زما خیال دا دی چي دا د حکومت دپاره ډېر لوی سوالیه نشان دی. دا ډېره افسوسناکه ده او دا لړۍ اودرېدل په کار دي.”

خپله حسين بابک او د عوامي نيشنل ګوند د مشر هارون بلور زوی دانيال عزيز ته هم پر ټلفون د مرګ ګواښونه ورکول کيږي.

تېره مياشت هم په پېښور کي د ياد ګوند فعال غړی سرتاج خان هم د نامالومه وسلوالو په ډزو سره ووژل سو.

عوامي نيشنل ګوند وايي، چي دا مهال د پښتنو پرضد يو سازش روان دی او خفيه ادارې غواړي چي د همدې سازش له لاري د پښتنو پښې ووهي.