کور / راپور / طالبانو پر سلام مخابراتي شرکت د بريدونو ګواښ کړی دی

طالبانو پر سلام مخابراتي شرکت د بريدونو ګواښ کړی دی

طالبانو تر خپل کنټرول لاندي سيمو کي د سلام مخابراتي شبکې پر فعاليتونو بنديز لګولی دی

طالبانو په خپله تازه اعلاميه کي ويلي، چي دوی به د سلام مخابراتي شبکې پر ضد نظامي عمليات هم کوي.

په دغه اعلاميه کي طالبانو خبرداری ورکړی چي د له دې وروسته د دغه مخابراتي شرکت مراکز او پايې (ټاورونه) د ددوی لپاره د نظامي هدف په توګه اعلانېږي

طالبان وايي: “کوم فایبر چي د انټرنیټ لپاره دغه شرکت تر ځمکه لاندې غځولی قطع کېږي، له پرسونل، وسائلو او وسائطو سره به يې د استخباراتي  ارګان سره تړلو کسانو او اجناسو په څیر چلند کېږي او که يې له چا سره سيم کارډ پیدا شي قانوني چلند به ورسره کېږي.”

سلام يواځينۍ نيمه دولتي مخابراتي شبکه ده چي په نا امنه سیمو کي فعاليت کوي او په ښاري سيمو کي ئې له سيمکارډونو څخه د انټرنټ لپاره استفاده کېږي.

د طالبانو تر واک لاندي سيمو کي مخابراتي فعاليتونه پيکه دي او په ډېرو سيمو کي د شپې لخوا هيڅ مخابراتي شبکه فعاله نه وي.

په وسلواليو کي د مخابراتي شبکو نه فعاليت هغه ستونزه ده چي عام وګړي ورڅخه په شکايت دي او وايي، چي په دې سره ددوی ورځني فعاليتونه ټکني سوي دي.