کور / اقتصادي / اسلامي پراختيا بانک د افغانستان سره د نورو مرستو ژمنه کړې

اسلامي پراختيا بانک د افغانستان سره د نورو مرستو ژمنه کړې

د اسلامي همکاريو سازمان ( او آی سي) پر طالبانو ږغ کړی چي د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

تېره ورځ د اسلامي همکاريو د سازمان سرمنشي يوسف بن احمد العثيمين په جده کي د افغان ولسمشر اشرف غني سره د ليدني پر مهال وويل، چي طالبان بايد په مخامخ توګه د افغان حکومت سره خبري اتري وکړي.

له ارګ څخه يوه خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي د سولې د بين الافغاني مذاکرو او د جمهوري رياست د ټاکنو ملاتړ هم کړى دى

.

ولسمشر غني تېره ورځ د سعودي چارواکو سره د اقتصاد، سولي او سيمي د امنيت په تړاو د خبرو اترو لپاره سعودي ته ولاړی.

ولسمشر غني په جده کي د اګست د ۲۵مې پر سهار تر دې مخکي د اسلامي پراختيا بانک له مشر سره خبرې وکړې.

دغه بانک ويلي چي غواړي د کرهنې، انکشاف او لويو پروژو د تمويل په برخه کي له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د دغه بانک رئيس ډاکتر بندر الحجار دا خبره په جده کي له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کي وکړه.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کي ويلي چي په دې کتنه کي د افغانستان د اقتصادي ودې، بسياينې، پانګونې او کرنې په برخو کي پر همکاريو خبرې وسوې.