کور / رسنۍ / تکړه ژورناليست ارواښاد اکبر ايازی څوک وو؟

تکړه ژورناليست ارواښاد اکبر ايازی څوک وو؟

ليکنه: سيد احمد قانع

محمداکبر ایازي د محمد انور خان ایازي زوی دمحمداعظم ایازي لمسى په ١٣٣٣ل. کال(؟) د کندهارپه ښار کي زیږېدلی دئ.
لومړنۍ، منځۍ او د لېسې زده کړي ئې په کندهار کي کړي، لوړي زده کړي ئې د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کي په ١٣٦٥ل. کال بشپړي کړي دي او د هند د نوي ډيلي له نهرو پوهنتون څخه ئې په تخنيکي مديريت کي ډيپلوم اخيستئ دئ.
ايازي صاحب په کابل کي د افغانستان د ملي راډيو ټلوېزيون خبريال وو، د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال چي په هيواد کي حالات ډېر خراب سول، ښاغلى ايازي صاحب امريکا ته مهاجر سو او هلته ئې د امريکا ږغ راډيو سره د خبريال په توګه دنده پيل کړه؛ په ١٩٨٦م. کال د امريکاږغ راډيو د اسيا د څانګي مشر پروډيوسر سو، چي تر ٢٠٠٢م. کال پوري پر همدې دنده پاته سو؛ په ٢٠٠٥م. کال د ازادي راډيو مشر و ټاکل سو، وروسته د اسيايي څانګو (اروپا- ازادۍ راډيو د اسيايي سرويسونو: افغانستان، ايران، پاکستان او عراق د څانګو) مرستيال مشر وټاکل سو.
د ايازي صاحب له نامه سره عام خلک هغه وخت ډېر اشنا سول، چي دده ږغ ئې د امريکاږغ راډيو له څپو څخه واورېد، دده دروند، رسا او ډک ږغ پر اورېدونکو ډېر خوږ لګېدئ.
دا نامتو ژور ناليست، ليکوال او پر هيواد مين شخصيت د ١٣٩٨ل. کال د سنبلې مياشتي پر ٣مه نېټه د يکشنبې په ورځ د امريکا په واشنټن ښار کي د سرطان د ناروغې له امله وفات سو.
له ارواښاد ايازي څخه درې لوڼي (اویستا ایازي، سارا ایازي او مسکا رحیمي) او يو زوی (ایمل ایازي) په نومونو پاته دي.
له مرحوم ايازي صاحب سره ما(قانع) څه کم يو کال مخکي د دوى او د دوى د کورنۍ د نامتو غړو د پېژندني په اړه خبري وکړې، ايازي صاحب راته ويل زه د خپلي کورنۍ پر بشپړه پيژندنه کار کوم، چي تر بشپړېدو وروسته به ئې تاسو ته ولېږم، له دې سره ئې ډېر تشويق او په خورا مهرباني سره ئې ډېري ښې لارښووني هم راته وکړې؛ خو نن خبر سم چي مرحوم ايازي د ابديت پر لور ستون سو، روح دې ښاد جنت دې ځاى وي.