کور / د ډيورنډ کرښه / ترهګر پوځ په جنوبي وزيرستان کي پښتانه په ډزو وژلي دي

ترهګر پوځ په جنوبي وزيرستان کي پښتانه په ډزو وژلي دي

د جنوبي وزيرستان په شوال سيمه کي پوځ پر ملکي وګړو ډزي کړي دي يو تن ئې وژلی او بل ئې ژوبل کړی دی.

د سيمي خلګ وايي، چي پوځ څلور نور کسان د ځان سره بېولي دي او داسي وېره سته چي هغه به هم په نامالوم ځای کي پوځ وژلي وي .

ځايي خلګ وايي، چي دغه کسان غره ته د جلغوزو د ټولولو لپاره تللي وه او هيڅ ډول وسله ورسره نه وه.

د سيمي اوسېدونکي وايي، کله چي دا خلګ غره ته په مزدوري پسي تللي وه هلته پوځ ورباندي ډزي وکړې چي يو تن ئې ځای پر ځای وواژه او بل ئې ژوبل کړ.

د همدې پېښي سره هممهاله پوځ څلور نور غريب کاران د ځان سره بېولي دي او خلګ وېره ښيي چي هسي نه پوځ په ډزو وژلي نه وي.

پاکستانی پوځ په پښتون مېشتو سيمو کي بې درېغه وژني کوي او پرته له کوم تحقيق څخه پښتانه ځوانان د ځان سره بيايي او په پوځي بېسونو کي ئې په تشدد سره وژني.