کور / تازه خبرونه / پر آيساف د بريد له امله يو ماشوم مړ دوه ټپيان سول

پر آيساف د بريد له امله يو ماشوم مړ دوه ټپيان سول


د آيساف ځواكونو له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه كي راغلي چي د كنړ د پېچ درې په ولسوالي كي د آيساف پر ځواكونو وسله وال بريد وسو، چي د دوى په جوابي بريد كي يو افغان ماشوم مړ او دوه نور ټپيان سول.
د اعلاميې له مخي ټپيان د درملني دپاره روغتون لېږل سوي او مړ ماشوم خپلي كورنۍ ته سپارل سوى دئ.
اعلاميه وايي دا په تېرو دوو اونيو كي دوهم ماشوم دئ چي د طالبانو او آيساف ځواكونو تر منځ جنګ كي په همدې سيمه كي مري.
په اعلاميه كي آيساف او طالب جنګياليو ته د اوښتي زيان په باب څه نه دي ويل سوي.