کور / تازه خبرونه / بيجينګ: بريد كوونكي يو امريكايي سيلاني مړ او بل ټپي كړ

بيجينګ: بريد كوونكي يو امريكايي سيلاني مړ او بل ټپي كړ

پوليس وايي د المپيك لوبو د دوهمي ورځي څاښت مهال يوه چينايي دوه امريكايي سيلانيان په چاقو ووهل چي يو يې مړ او بل يې ټپي سو.
د خبرونو له مخي ياد سوي كسان د امريكا د واليبال لوبډلي د روزونكي خپلوان دي، چي چين ته د المپيك لوبو د سيل دپاره تللې وه.
 دا لا تر اوسه نه ده معلومه چي نوموړي كس ولي دغه امريكايي سيلانيان په چاقو وهلي، خو په چين كي د امريكا سفارت وايي دغي پېښي سخت تكان وركړ چي له امله يې د المپيك د لوبو پر وخت د خپل هيواد د اتباعو امنيت ته سخت اندېښمن دي.