کور / راپور / ټرمپ: کشمير د هند او پاکستان خپلمنځي قضيه ده

ټرمپ: کشمير د هند او پاکستان خپلمنځي قضيه ده

تېره ورځ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ  وويل، چي د کشمير مسله د هند او پاکستان خپل منځي مسله ده او دغه دوه هيوادونه ئې په ښه توګه حلولای سي.

نوموړي دا خبري د دوشنبې په ورځ په فرانسه کي د ۷ سترو صنعتي هيوادونو د سرمشريزي په څنډه کي وکړې.

ټرمپ  چي د ښاغلي مودي سره ئې خبري کنفرانس ته څرګندوني کولې وويل، هند او پاکستان په خپله د کشمیر ستونزه حلولای سي خو که ورته اړتیا وي نو دی هم سته.

ټرمپ وویل: “زه دلته یم، زه له دواړو ښاغلو (مودي او عمران خان) سره ښې اړیکي لرم او زه دلته د هر دلیل لپاره یم. خو زه فکر کوم چي دوی یې په خپله په ډېره ښه توګه کولای سي. دوی یې د اوږدې مودې راهیسې کوي.”

څو ورځي وړاندي ټرمپ په ياده قضيه کي د دريمګړي وړانديز کړی وو، چي ډهلي نه وو منلی خو اسلام اباد ئې هرکلی کړی وو.

په ورته مهال د هند لومړي وزير نريندرامودي هم وويل، چي د کشمير قضيه د هند او پاکستان ترمنځ ده او بايد دوی ورته د حل لاري پيدا کړي.

ښاغلي مودي وويل:

“د هند او پاکستان لپاره ټولې مسلې دوه اړخیزه بڼه لري او مونږ نه غواړو چي په نړۍ کي هېڅ کوم هېواد ته درد ورکړو چي په دې اړه څه وکړي ځکه دا مسلې دوه اړخیزې دي. او زه باور لرم چي د ۱۹۴۷ کال څخه دمخه چي دواړه یو هېواد وو او بیا تر هغې راوروسته مونږ د خبرو له لیارې د حل لارې موندلی سو.”

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سر وروسته له هغه لانجه نوره ترېنګلې سوه چي هند د کشمير نيمه خپلواکي لغوه کړه او هغه ئې د هند تر قانون لاندي راوست.