کور / راپور / د بشري حقونو سازمان وايي، پاکستانی پوځ پر بلوڅانو او پښتنو د بشر ضد جرمونه کړي دي

د بشري حقونو سازمان وايي، پاکستانی پوځ پر بلوڅانو او پښتنو د بشر ضد جرمونه کړي دي

په پاکستان کي د بشري حقونو سازمان وايي، چي په دغه هيواد کي ورځ تر بلي  د بشري حقونو پر وړاندي تاوتريخوالی زياتېږي.

د ياد سازمان په خبره.، پوځ پر بلوڅانو او پښتنو د د بشر ضد جرمونه ترسره کړي دي او په زيات شمېر کسان ئې بې ګنا وژلي دي.

تېره اونۍ د ياد سازمان په راپور کي ويل سوي وه، چي استخباراتي کړۍ په بلوچستان کي په زرګونو کسان لادرکه کړي دي او په دغه کسانو کي ډېر شمېر ئې په تشدد وژلي دي.

همداراز په خيبر پښتونخوا کي د پوځ لخوا په زرګونو پښتانه لادرکه سوي چي ډېری ئې د سخت تشدد کولو وروسته وژلي او ګڼ شمېر په نامالومه زندانونو کي شپې سبا کوي.

د بشري حقونو سازمان دا هم وايي، چي د پوځ او خفيه ادارو لخوا ژورناليستانو ته هم ګواښونه کېږي او د حقيقت ويلو په تور خو ډېر خبريالان وژل سوي هم دي.

د ياد سازمان په راپور کي ويل سوي، چي په سيمه کي پر ښځو او ماشومانو جنسي تشدد هم کېږي خو حکومت ئې په هکله اقدامات نه اخلي.