کور / د ډيورنډ کرښه / خوستي او وزيرستاني مشران: پښتانه دي د ګډ دښمن پر وړاندي سره يو سي

خوستي او وزيرستاني مشران: پښتانه دي د ګډ دښمن پر وړاندي سره يو سي

تېره ورځ په خوست کي وزيرستاني او محلي قومي مشران، ځوانان، مخور او ديني علماء راټول سوي وه او د پښتنو په سيمو کي ئې د روانو ناخوالو د ختمولو په تړاو خبري وکړې.

په دغه غونډه کي ټولو ګډونوالو  د نړيوالو څخه وغوښتل چي پښتنو ته د ترهګرو په سترګه ونه ګوري او په پښتون ميشتو سيمو کي دي د امن راوستلو کي ددوی سره مرسته وکړي.

د غونډي يو مشر مولوي سردار ځدراڼ وايي، هڅه کوي چي د پښتنو په سیمو کي روانې ناخوالې ختمې سي.

“پښتانه نه ترهګر دي، نه د ترهګرو حمایت کوونکي دي، بلکي پښتانه په هېواد او سیمه کي امن غواړي، تعلیم غواړي او بیارغونه غواړي، د جنګونو دغه لړۍ چي د پښتنو د وژلو و د هغوی د اقتصاد د بربادولو او د پښتنو د ښوونځي، سړک او مدرسې د خرابولو لپاره روانې دي، دا باید ختمې سي او پښتنو ته خپل حقونه ورکړل سي.”

په دغه غونډه کي چي په سلګونو وزيرستاني مشرانو هم ګډون کړی وو، د ډيورنډ منحوسي کرښي دواړو لوريو پښتنو باندي ږغ وسو چي په خپلو کي يووالی راولي او د يو مشترک دښمن پر وړاندي ودرېږي.

د وزيرستان يو قومي مشر حيات مسيد وویل:  “پښتانه که په هر ځای کي دي، که دلته دي، يا د کرښي ها غاړي ته یا د نړۍ په بل کي دي، دوی ته دې د ترهګرو په نظر نه کتل کیږي، بلکي دوی با شعوره، تعلیم یافته او پرمختللی ژوند غواړي او چمتو دي، چي د افغانستان او نړۍ په ابادۍ کي خپل رول ولوبوي.”

په وزيرستان او ورڅېرمه سيمو کي د پاکستان ترهګر پوځ د ۲۰۱۴ کال راهيسي پښتانه سخت ځپلي دي او په زرګونو پښتانه ځوانان او مشران ئې وژلي دي.