کور / شعر / تاته سلام منظوره

تاته سلام منظوره

زموږ رڼا زموږ شعور زموږ امام منظوره
تاته درکړی رب عزت تاته سلام منظوره

په تا کښي نخښي د خالد بن زياد وينمه
ته يې مخکښه قهرمان زموږ د قام منظوره

چي د غيرت جام دي په لاس، لکه رندان به درځؤ
داسي سُرور دي ميخانې لري، خيام منظوره

پر هر محاذ پر هر سنګر لکه زمري درسرۂ
پر شا به نه سو له خپل هوډه موږ يؤ ګام منظوره

موږ حوصلې لکه فولاد داسي مظبوطي ساتو
مبارزې ته مو ورکړی دی دوام منظوره

دا خو تر لمر لا هم ښکاره ده چي ډير ژر به ګير سي
چي دروي زموږ په لاره کښي څوک دام منظوره
په تشدد مي ډاروي په زولنؤ نازېږي
څومره نادان دی دغه خيال يې څومره خام منظوره

دوست و دښمن دي معرفي کړه راته خير يوسې
درلود مي ټول عمر ذهنونو کي اِبهام منظوره

زموږ رڼا زموږ شعور زموږ امام منظوره
تاته درکړی رب عزت تاته سلام منظوره

عبدالوارث تره کی