کور / #PTM / ترهګر رياست د منظور پښتين پرضد نوري مقدمې درج کړي، د پي ټي ايم نور غړي نيول سوي

ترهګر رياست د منظور پښتين پرضد نوري مقدمې درج کړي، د پي ټي ايم نور غړي نيول سوي

د پاکستان ترهګرپال رياست يو ځل بيا د پښتون ژغورني غورځنګ پر مشر منظور پښتين درې مقدمې درج کړي دي او ددغه غورځنګ نور غړي ئې نيولي دي.

په يادو مقدمو کي ویل سوي چي د منظور پشتين په مشرۍ غونډو کي د رياستي ادارو او پوځ پرضد نعرې او پي ټي اېم په حق کي نعرې وهلي او خبرې کړي.

خو د پي ټي ايم يو فعال رحمت شاه وایي دوی نه کومې نعرې وهلي او نه يې غونډې جوړې کړي دي.

د پي ټي ايم بل فعال شاه فېصل غازي وويل د مقدمو وروسته د دوي په کورونو چاپې وهل کيږي. هغه زياته کړه دوي کوم داسې کار نه دی کړی تورونه پرې لګېدلې دي او دوي به دغه تورونه په عدالتونو کي ناسم ثابتوي خو په ضلع کي يې عدالت نشته، عدالت يې په ټانک کي دی او چي هلته ځي په لاره یې ګرفتاروي.

غازي په خپله تورونه لګوي چي په علاقه کي کومه بده پېښه وسي دوي يواځې د هغې نه خلک خبروي او بيا په علاقه کي خلک ځورول کيږي.

پر ښاغلي پښتين جنوبي وزیرستان ته د ورتګ  په پلمه مقدمې درج سوي دي او څو ورځي وړاندي د پي ټي ايم يو فعال عبدالحی وزير هم ونيول سو.

عبدالحی وزير تېره ورځ محکمې ته وړاندي کړل سو او د تحقيقاتو لپاره د پېښور مرکزي زندان ته ولېږدول سو.

د پښتون ژغورني غورځنګ چي د پښتنو د حقوقو د غوښتني لپاره ئې مبارزه پيل کړې ده د پاکستان د ترهګر پال رياست او ترهګر پوځ لخوا ورباندي سخت بنديز لګېدلی دی او په لسګونو کسان ئې بنديان کړي دي.

د پي ټي اېم مشره فعاله ثنا اعجاز وايي دا وخت د پي ټي اېم دوه مخکښ مشران او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او محسن داوړ، حنيف پشتين، عالمزېب مسيد، بلال مسيد، عارف وزير، جمشيد وزير، امان الله وزير، دوست محمد، زبېر، اسماعيل مسید،قاضي طاهر، عبدالحۍ وزير دا ټول کسان د ملک په بېلابيلو زندانونو کي په تورونو کي بنديوان دي.