کور / راپور / پاکستان د حافظ سعيد پرضد د مقدمو د ختمولو وړانديز منلی دی

پاکستان د حافظ سعيد پرضد د مقدمو د ختمولو وړانديز منلی دی

په پاکستان کي د ترهګري ډلي جماعت الدعوه د نيول سوي مشر حافظ سعيد او نورو مشرانو پر ضد د درج سويو مقدمو د ختمولو غوښتنه سوې ده او په لاهور کي ستري محکمې دا غوښتنه منلې هم ده.

حافظ سعيد د روان کال د جولای پر ۱۷ نېټه د امريکا د فشارونو وروسته ونيول سو او د ترهګرو سره د مرستي په تور ورباندي مقدمې درج سوې. خو اوس د يادو مقدمو د ختمولو غوښتنه سوې او محکمه هم دې ته لېواله ده چي پر حافظ سعيد جوړه سوې مقدمه ختمه کړي او هغه بيرته خوشي کړي.

په دغه وړانديز یا عریضه کي ويل سوي چي په حافظ سعيد د لشکر طيبه د مشرۍ کولو بې اساسه تور لګول سوی او مقدمې پرې درج کړل سوې ده.

وړانديز کي دا دریځ هم خپل کړی سوی چي حافظ سعيد د القاعده او يا د بل کوم داسې تنظيم سره تړاؤ نه لري چي د رياست پرضد ګامونو اخستو کي ککړ وي او دا چي حافظ سعيد باندې د ممبۍ بريدونو کي دلاس لرنې تورونه هم د حقيقت پرضد دي.

څېړونکي وايي، چي کيدای سي دا موضوع د هند لخوا د کشمير د خپلواکۍ ختمولو پوري اړه ولري او پاکستان په دې سره غواړي يو ځل بيا هند ضد ملېشي ميدان ته راولي.