کور / #PTM / ترهګر رياست پر کورونو چاپې وهلي او د پي ټي ايم ګڼ غړي ئې نيولي دي

ترهګر رياست پر کورونو چاپې وهلي او د پي ټي ايم ګڼ غړي ئې نيولي دي

ترهګر رياست وروسته له هغه چي د پي ټي ايم  مشر منظور پښتين عام ولس ته ويناوي وکړې د دغه غورځنګ پلويان تنګوي او زندانونو ته ئې اچوي.

وروسته له هغه چي ښاغلي منظور پښتين  جنوبي وزيرستان ته سفر وکړ او هلته ئې خلګو ته وينا وکړه د پاکستان د ترهګرپال رياست لخوا ورته مقدمې جوړي سوې او د پښتون ژغورني غورځنګ فعالان نيسي.

د غورځنګ يوه ځايي مشر رحمت شاه مسيد وايي، چي پوليسو د ۱۰۰ کسانو پرضد مقدمې درج کړې او پر کورونو ئې چاپې وهلي دي.

هغه زياته کړه چي دوی د جلسو پر مهال هيڅ ډول غيرقانوني او غيراييني ويناګانې او نعرې نه دې وهلي.

رحمت شاه مسيد وايي، حکومتي اقدامات به دوی د ظلم خلاف له غږ اوچتولو څخه ونه دروي.